د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافير احضار کړی او د افغانستان د هوايي حريم د نقض او د کونړ، پکتيا او پکتيکا ولايتونو پر ملکي سيمو د پاکستان د هوايي بريدونو په تړاو يې خپل شديد او قاطع اعتراض ورته وړاندې کړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان پوځي رژيم د تېرې شپې په بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ ملکي وګړي شهيدان او ۱۶۳ نور ټپيان شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت دا بريدونه د نړيوالو اصولو، بشري قوانينو او د هېوادونو د ملي حاکميت ښکاره نقض بللی او په کلکو ټکو يې غندلي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د خپلو امنيتي او سياسي ناکاميو پړه پر افغانستان اچوي، بلکې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د بېبنسټه تورونو او پوځي تېريو له لارې د ستونزو د لېږد ناکامه تګلاره خپله کړې ده.
وزارت ټينګار کړی چې دا ډول کړنې نه يوازې د شته ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا، د ګاونډيتوب اړيکې او د سيمې امنيت او ثبات ته هم جدي زيان رسوي.

