د پاکستان پوځي رژیم د بېګا شپې بمباریو له امله د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شوی او د وروستیو معلوماتو له مخې، تر ۵۰ زیات ملکي کسان شهیدان او ۱۶۷ نور ټپیان شوي دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په شهیدانو کې ۲۵ ماشومان شامل دي، او د ټپیانو ډېری برخه ښځې جوړوي.
په ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د پکتیکا په ګیان، د پکتیا په څمکنیو او د کونړ په منورې ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونه غندلي او هغه یې «یرغل او جنایت» بللی دی.

