ډېر لوستل شوي

شیخ شهاب‌‌الدین دلاور: راستنېدونکو شخصیتونو ته امنیت او اسانتیاوې برابرې شوې دي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر، شیخ شهاب‌الدین دلاور او د پخواني جهادي مشر، صبغت الله مجددي زوی «ذبیح الله مجددي» په کتنه کې د ملي یووالي او افغانانو ترمنځ د باور پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې د ښاغلي دلاور له قوله راغلي چې هېواد ته د راستنېدونکو شخصیتونو لپاره لازم امنیت او اړينې اسانتياوې برابرېږي څو هغوی په پوره ډاډ سره وطن ته راستانه او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

نوموړي ټینګار کړی چې د اختلافونو د پایته‌رسېدو، د باور فضا رامنځته‌کېدو او د ملي یووالي ټینګښت لپاره د ټولو افغانانو ګډې هڅې اړینې دي.

بلخوا مجددي له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون هڅې ستایلې او په وینا یې چې د افغانانو ترمنځ د باور، تفاهم او ملي یووالي پیاوړتیا د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره بنسټیز ارزښت لري.

اړوند خبرونه