ډېر لوستل شوي

میدان‌وردګو کې د نږدې ۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت عمومي روغتون جوړېږي

عامې روغتیا وزارت وایي چې د میدان‌وردګو ولایت په «جغتو» ولسوالۍ کې د ۴۸ میلیون افغانیو په ارزښت د عمومي روغتون جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي دا روغتیايي پروژه د معیاري درملنې په برخه کې مهم ګام بللی او په وینا یې چې په دې سره به روغتیايي خدمتونو د یادې د ولسوالۍ د اوسېدونکو لاسرسی پراخه شي.
ښاغلي جلالي د دغه روغتون د چارو پیلېدو په مراسمو کې دا هم ویلي روغتیا وزارت د هېواد په ټولو سیمو کې خلکو ته د باکیفیته او عادلانه روغتیايي خدمتونو رسولو ته ژمن دی.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې یاد وزارت به د روغتیايي خدمتونو د لا ښه‌والي او معیارونو د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه