ډېر لوستل شوي

پاکستان د جولای له ۱۰مې د ويزو نه لرونکو افغان کډوالو د نيولو لړۍ پيلوي

د پاکستان حکومت خبر ورکړی، د روان ميلادي کال د جولای له ۱۰مې نېټې وروسته به هغه افغان وګړي ونيول شي چې په دې هېواد کې له ويزې پرته اوسېږي.
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان پوځي رژيم د کورنيو چارو وزارت خپلو ايالتي حکومتونو، د اسلام‌اباد ادارې، پوليسو او نورو امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې چې دا پرېکړه په ټول هېواد کې په يو شان او جدي ډول عملي کړي.
د يادې پرېکړې له مخې، اړوندې ادارې مکلفې دي چې بې‌ويزې افغانان تر پېژندنې وروسته ونيسي او د نافذه قوانينو له مخې يې د بېرته ستنولو قانوني بهير پر مخ يوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژيم په وروستيو مياشتو کې د بې‌اسناده بهرنيو وګړو د اجباري ايستلو بېلابېل پړاوونه عملي کړي چې له امله يې زرګونه افغان کډوال له دغه هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

اړوند خبرونه