د تخار امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۸۵ کسان نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې له نیولشویو کسانو څخه څه باندې ۲۰۲ کیلوګرام چرس، ۵۹۰ کیلوګرام تریاک، هیروئین، ۱۴۹ لیټره الکولي مشروبات او ۲۰۵ ګرامه شیشه ترلاسه شوي دي.
سرچینې لیکلي چې همداراز په یاد ولایت کې ۴ زره ۳۹۴ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې او دا بهیر لا هم ادامه لري.
د تخار امنیې قوماندانۍ همداراز ویلي چې په دې موده کې ۱۳۲ په نشهيي توکو روږدي کسان هم راټول او د درملنې په موخه د کندوز ولایت د روږدو د درملنې روغتون ته لېږدول شوي دي.

