ډېر لوستل شوي

پکتيکا کې د اوبولګولو دوو کانالونو د رغونې چارې پيل شوې

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو د دوو کانالونو د اساسي رغونې چارې پیل شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د یوسف‌خېلو ولسوالۍ د ملخ کانال ۵۸۴۳ متره او د زیړوک ولسوالۍ زیړوک کانال ۷۰۰ متره اوږدوالی لري چې په اساسي ډول به ورغول شي.

ویل کېږي، د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به پراخې کرنیزې ځمکې په منظم ډول خړوبې شي، د اوبو د ضایع کېدو مخه به ونیول شي او د سیمې د کرنیزو حاصلاتو په ښه‌والي کې به مهم رول ولوبوي. د یادو کانالونو د رغونې چارې د «اېف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د ګوملې فرعي سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې روانې دي.

اړوند خبرونه