ډېر لوستل شوي

د څرځای پر سر د رامنځته شوې لانجه؛ د باميانو پنجاب ولسوالۍ ته يو پلاوی تللی

د کورنیو چارو وزارت وایي، د بامیان د سیمه‌ییزو ادارو یوه ګډ پلاوي د څرځای پر سر د رامنځته شوې شخړې د هواري لپاره د دغه ولایت پنجاب ولسوالۍ ته سفر کړی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼې له مخې دغه پلاوي د دواړو لورو له استازو سره په ګډه غونډه کې ټینګار کړی چې د شخړې اړوند سیمې به په دقیقه توګه وڅېړل شي او وروستۍ پرېکړه به د اسلامي شریعت له احکامو او د معتبرو شواهدو او اسنادو پر بنسټ وشي.

سرچينه لیکلي، پلاوي څرګنده کړه چې تر وروستۍ پرېکړې پورې هېڅ څوک حق نه لري خپل څاروي د شخړې ساحو ته بوځي.

اړوند خبرونه