ډېر لوستل شوي

اسلام‌آباد د اوبو له کمښته سر ټکوي؛ هند وایي پرېکړه نه بدلېږي

پاکستان د هند له لوري د سند د اوبو د تړون د ځنډولو په اړه نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که دا تاریخي تړون ونه ساتل شي، د دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړیوال حقوقي نظم به زیانمن شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ډار په اسلام‌آباد کې یوې نړیوالې غونډې ته ویلي، هند د اوبو تړون په ناقانونه ډول ځنډولی او اوبه باید د سیاسي فشار او غچ اخیستنې د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

همدارنګه د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اوبو د مسیر بدلول د پاکستان د بقا مسئله بللې، او د اقلیمي بدلون وزیر خبرداری ورکړی چې د تړون ماتېدل به د نړیوالو تړونونو پر اعتبار ناوړه اغېز وکړي.

بل‌لور ته، هند د ملګرو ملتونو په یوه ناسته کې خپل دریځ بیا تکرار کړی او ویلي یې دي، د پاکستان له لوري د ترهګرۍ د ملاتړ او پاروونکو فعالیتونو له امله یې د سند د اوبو تړون ځنډولی دی. نوي ډیلي ټینګار کړی، دا تړون به تر هغه وخته معطل پاتې وي، څو پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې په بشپړه توګه له منځه نه وي وړې.

اړوند خبرونه