ډېر لوستل شوي

تهران کې د افغان کډوالو او سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې شوې

په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل‌محمد حقاني د ایران د سترې محکمې له ریيس جعفر منتظري سره د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبرې کړې دي.
ياد سفارت ويلي، په دې لیدنه کې د افغان بندیانو د وضعیت، د افغان سوداګرو د بانکي حسابونو د بندېدو او د مېشتو افغان وګړو د نورو ستونزو د هواري پر لارو چارو بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا او په ایران کې د افغان اتباعو ستونزو ته د لا زیاتې پام‌لرنې او رسېدنې پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه