ډېر لوستل شوي

ملا محمد حسن اخوند د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک رغنیزې چارې له نږدې ولیدې

د اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند د کابل سروبي ولسوالۍ اړوند «تېزین درې» ته تللی او د کابل – جلال‌‌اباد دویم لین سړک له رغنیزو چارو یې لیدنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې له ملا محمد حسن اخوند سره په دې سفر کې د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني او د ریاست‌الوزراء د دفتر رییس، ملا عبدالواسع هم ملتیا کوله.

رییس‌الوزراء د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک د چارو بشپړېدل د ټرانسپورټي اسانتیاوو، ټرانزیټ، د خلکو د تګ راتګ او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې ‎ مهم بللي دي.

نوموړي همداراز د ټولګټو چارو وزارت رهبرۍ او د خصوصي شرکتونو مسوولینو ته د یاد سړک د چارو د پر وخت او ښه کیفیت بشپړولو په اړه سپارښتنې کړې دي.

اړوند خبرونه