د کونړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مخورو په هڅو د دغه ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د تېرو پنځو کلونو شخړه پای ته رسېدلې ده.
ياده شخړه، چې د ځمکو د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او کلونه کلونه یې دوام کړی وو، د ژورو اختلافاتو له کبله څو څو ځله د دواړو لوريو ترمنځ پکې اخ ډب هم راپورته شوی و، چې بلاخره د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده.
د شخړې د حل په مراسمو کې د اسلامي امارت مشرانو د عفوې او بښنې په ارزښت خلک وپوهول او له ګډونوالو يې وغوښتل، چې په داسې موضوعاتو کې له زغم او صبر څخه کار واخلي.

