ډېر لوستل شوي

د افغانستان د لومړي ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه سبا کابل ته رالېږدول کېږي

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د افغانستان د هوايي ځواک نوموتی پیلوټ او د هېواد لومړنی ستورمزلی، مرحوم عبدالاحد مومند چې په جرمني کې وفات شوی، جنازه به یې سبا دوشنبه کابل ته راولېږدول شي.

د یاد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د مرحوم مومند جسد به د جرمني له مونیخ ښار څخه کابل ته راولېږدول شي او د جنازې لمونځ به یې د کابل په عیدګاه جامع جومات کې د اسلامي امارت د چارواکو، د نوموړي د کورنۍ، خپلوانو، مسلکي همکارانو او ګڼو هېوادوالو په ګډون ترسره شي.

د خبرتیا له مخې، له جنازې وروسته به مرحوم عبدالاحد مومند د کابل د مرنجان تپې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه