ډېر لوستل شوي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ۱۰۱ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې دا مهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې پلې‌کېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان په اېکس‌پاڼه لیکلي چې تر دې دمه ۱۰۱ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې او ۱۲۶ کیلومټره مسیر چمتو شوی او همدارنګه ۱۰۸ کیلومټره د څارنې سړک چارې بشپړې شوې دي.
ښاغلي افغان لیکلي چې پر دې سربېره د نل‌لیکې د خښولو لپاره د ۷۰٫۲ کیلومټرو په اوږدوالي جرونه کیندل شوي او تر دې دمه شاوخوا ۳۶ کیلومټره نل‌لیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند دا هم لیکلي چې ۸۹٫۵ کیلومټره نورې نل‌لیکې هم د پروژې ساحې ته لېږدول شوې دي، څو د رغنیزو چارو بهیر لا چټک پرمخ ولاړ شي.
ټاپي د افغانستان له مهمو ستراتیژیکو او اقتصادي پروژو څخه ده چې په بشپړېدو سره به د انرژۍ د لېږد، ترانزیټي عوایدو زیاتوالي، د کارموندنې فرصتونو رامنځته‌کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

اړوند خبرونه