ډېر لوستل شوي

لوګر کې د ګازو اورلګېدنه؛ دوه ماشومان پکې مړه او یو تنکی ځوان ټپي شوی

د لوګر ولایت مرکز پل علم د «هوني سیدانو» په کلي کې د ګازو له امله په رامنځته شوې اورلګېدنه کې دوه ماشومان مړه او یو ۱۶ کلن تنکی ځوان ټپي شوی دی.

د لوګر ولایت مقام ویاند مولوي میرویس ابدالي وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د یوې کورنۍ غړو له خونې څخه د راټول شوي ګاز د ایستلو هڅه کوله، خو ناڅاپه ګاز اور اخیستی او سخته اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، په پېښه کې لومړی درې تنه ټپیان شوي وو، خو وروسته د ۷ او ۱۰ کلونو عمر لرونکو دوو ماشومانو د درملنې پر مهال په روغتون کې ژوند له لاسه ورکړی. ۱۶ کلن ټپي ځوان اوس هم تر درملنې لاندې دی.

ځایي مسوولینو له خلکو غوښتي چې د ګازو د وسایلو د کارولو پر مهال د خوندیتوب لارښوونې په جدي توګه مراعات کړي، څو د ورته مرګونو او زیانونو مخه ونیول شي.

اړوند خبرونه