ډېر لوستل شوي

ملا عبداللطیف منصور وایي، پراختیایي پروژې باید د خلکو اړتیاوو ته په کتو پلې شي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، ملا عبداللطیف منصور د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په ګډون د ځینو موسسو له استازو سره د همغږۍ غونډه کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې د اوبو او روغتیا ساتنې په اړه بحثونه شوي او د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې د پروژو پر پلې‌کېدو ټینګار شوی دی.
په دې غونډه کې ښاغلي منصور ویلي چې اوسمهال د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرامونه باید د کډوالو په کمپونو کې تطبیق شي، ځکه په وینا یې چې د هوا په ګرمېدو سره په دغو کمپونو کې د څښاک پاکې اوبه برابرول د کډوالو په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره ډیر اړین دی.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر همداراز ویلي چې پراختیايي پروژې باید د خلکو د اړتیاوو پر اساس پلې شي او د همکارو مؤسساتو ترمنځ همغږي پياوړی شي، څو له تکراري پروژو څخه ډډه وشي.

اړوند خبرونه