ډېر لوستل شوي

نړیوال بانک: افغانستان کې د کرنې او خوړو د سیستمونو بدلون کاري فرصتونه زیاتولی شي

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د خوړو او کرنې د سیستمونو بدلون کولای شي په افغانستان او سیمه کې د خوړو خوندیتوب پیاوړی، کاري فرصتونه زیات او اقتصادي مقاومت لوړ کړي.

د راپور له مخې، افغانستان د منځني ختیځ، سوېلي افریقا او پاکستان ترڅنګ د اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، شخړو او د خوړو د نه‌خوندیتوب له جدي ننګونو سره مخ دی.

نړیوال بانک ټینګار کړی، که په یاده برخه کې پراخه پانګونه وشي، د سوداګرۍ چاپېریال اصلاح او د خوړو د تولید، پروسس او وېش ځنځیرونه عصري شي، نو تر ۲۰۵۰ کال پورې به د افغانستان په ګډون په سیمه کې، د خوړو او کرنې په سکټور کې د ۵ میلیونه نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه