د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په بندخونه کې د مړ شوي افغان کډوال محمد نذیر پکتیاوال د مړینې سند ښيي چې نوموړی د شدید حساسیت او ساه لنډۍ له امله مړ شوی دی.
پکتیاوال د روان زېږیز کال د مارچ په ۱۴مه د ټکساس ایالت د ډالاس ښار په یوه روغتون کې مړ شوی و، خو امریکايي چارواکو یې مړینه هغه مهال یوه پېښه بللې وه.
د افغان ایواک سازمان او د امریکا د کانګرس دوو غړو له امریکايي چارواکو غوښتي چې د جسد د معاینې بشپړ راپور خپور کړي.
د دغه سازمان مشر هم ویلي، د پکتیاوال کورنۍ غواړي پوه شي چې حساسیت د کومې مادې له امله رامنځته شوی او د مړینې د سند په ثبت کې موجودو نېټو ته هم وضاحت ورکړل شي.

