د کورنيو چارو وزارت د عبور او مرور د شرطې لوی ریاست وايي چې د تېر يو کال په ترڅ کې یې د ترافیکي نظم، عامه خوندیتوب او خدمتونو د ډیجیټل کولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ثبت کړې دي.
د ياد وزارت د عامه اړیکو لوی ریاست مرستیال ملا بريال پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، په تېر یوه کال کې ۱۴۵ زره د موټرچلونې جوازونه او ۳۸۸ زره جوازسیرونه وېشل شوي، او د امنیتي هڅو په ترڅ کې ۱۸۱ غلا شوي وسایط هم کشف او خپلو مالکانو ته بېرته سپارل شوي دي.
ښاغلي بريال زياته کړې، د اداري پړاوونو د کمولو او ډیجیټل خدمتونو له امله هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته شوې او پر لویو لارو د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ۲۴ ساعته څارنه روانه ده.
همدارنګه، په مرکز او ولایتونو کې د ترافیکي نظم د ښهوالي لپاره د واټ جلاکوونکې نښې نصب شوې او د ۱۲۰ زره متره مربع سړکونو خطاندازي هم بشپړه شوې ده.

