ډېر لوستل شوي

د اسلام‌کلا بندر د پراختیا لپاره تفصیلي پلان لاسلیک شوی

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د سرحدي بندرونو د منظمې ښاري پراختیا، سوداګریزو اسانتیاوو او بنسټیزو زیربناوو د معیاري تنظیم په موخه د هرات ولایت «اسلام‌ کلا» بندر تفصیلي پلان لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر، مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شوی دی. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې پلان کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د سړکونو شبکه، سوداګریزې او خدماتي سیمې، عامه تاسیسات، شنې ساحې، د ټرانسپورټ اسانتیاوې، د اوبو ایستلو سیستم او نورې اړینې ښاري زیربناوې د نافذه معیارونو او اصولو له مخې په پام کې نیول شوې دي.

سرچینې لیکلي چې یاد تفصیلي پلان د سیمې د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو، د نفوسو د ودې، سوداګریزو فعالیتونو، ترانسپورټي شبکو او ښاري پراختیاوو د تخنیکي مطالعاتو پر بنسټ ترتیب شوی دی. د کور او ښار جوړولو وزارت د دغه تفصیلي پلان عملي کېدل د اسلام‌ کلا بندر د ښاري نظم په ټینګښت، د ځمکې منظمې استفادې، د پانګونې فرصتونو پراختیا، د سوداګریز بهیر اسانتیا، د ترانسپورتي خدمتونو ښه‌والي او د معیاري ښاري خدمتونو وړاندې‌کولو لپاره مهم بللی دی.

اړوند خبرونه