دفاع وزارت خبر ورکړی چې د ریاستالوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له لوري ټاکل شوي پلاوي د سرطاني ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې د خدمتونو د ارزونې او پیاوړتیا په موخه د روغتیایي چارو قوماندانۍ کې له اړوندو ادارو سره ګډه ناسته کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت، د دفاع وزارت د روغتیایي چارو قوماندانۍ، د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو د روغتونونو مسوولینو د کابل او ولایتونو په کچه د سرطاني ناروغیو د معیاري مرکزونو د جوړولو، د نظامي او ملکي روغتیايي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه بحث کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، یاد پلاوي د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون د سرطاني ناروغیو له مرکز او د بېړنۍ پاملرنې ځانګړې څانګې (ICU) څخه لیدنه کړې او د بسترونو ظرفیت، روغتیايي خدمتونه او د درملنې بهیر یې هم ارزاولی دی.

