د ناټو مشرانو په ترکیه کې د لسګونو میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلو نوي تړونونه اعلان کړي چې موخه یې د اروپا د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا او د دفاعي لګښتونو زیاتول ښودل شوي دي.
د رویټرز راپور له مخې، دا پرېکړه داسې مهال شوې چې امریکا له خپلو اروپایي متحدانو غوښتي، څو د خپلې دفاع لپاره لا ډېر لګښت وکړي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ناټو له ځینو متحدانو ناهیلی شوی او یو ځل بیا یې پر ګرینلنډ د امریکا د کنټرول غوښتنه تازه کړې ده.

