ډېر لوستل شوي

د پاکستان له بندخونو ۶۳۸ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۶۳۸ تنه افغان کډوال ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت په وینا، یاد کسان له قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته راستانه کړل شوي او له راستنېدو سره سم اړینې لومړنۍ مرستې هم ورسره شوې دي. دا په داسې مهال ده چې پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ چټکه شوې او اسلامي امارت هم هڅه کوي چې له ډيپلوماټيکو لارو شته ستونزې حل کړي.

اړوند خبرونه