د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې تېره میاشت په ۲۳ ولایتونو کې له ۴۵ زره او ۵۵۰ بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره د ۱۸۱ میلیونه، ۳۴۳ زره او ۴۲۲ افغانیو په ارزښت نغدي، خوراکي، روغتیايي، د جامو او نورو لومړنیو اړتیاوو مرستې شوې دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا مرستې د دولتي او خیریه بنسټونو په همکارۍ شوې چې موخه یې د کډوالو او اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د ژوند د شرایطو ښه کول دي. د مسوولينو په وينا، يادې مرستې په کابل، ډایکندي، ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ، خوست، لوګر، کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، هرات، فراه، بادغیس، نیمرزو، غور، بلخ، بغلان، سرپل، سمنګان، کندوز او تخار ولايتونو کې ترسره شوې دي.

