د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی چې تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپین بولدک، اسلامکلا او بهرامچې له لارو ټولټال ۵۶۸ افغان کډوالې کورنۍ چې ۲۹۴۰ غړي لري، هېواد ته راستانه او ثبت شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، ۶۰۹ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې، ۶۳۸ کورنیو ته نغدي پسې ورکړل شوې او ۶۰۷ سیمکارټونه هم پر راستنېدونکو کډوالو وېشل شوي دي.
د مسوولينو په وينا، د راستنېدونکو لپاره روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمتونه هم وړاندې شوي.
په دې راپور کې راغلي، په ننګرهار، فراه، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۶۱۸ کورنیو ته د استوګنې د ځمکو نمرې وېشل شوې چې ورسره د وېشل شويو ځمکو د نمرو ټولیز شمېر ۵۸ زره او ۳۴۸ ته رسېدلی دی.

