د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي اداره وایي، د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ «پغمان درې» د هغه سړک پراخولو او بیارغولو چارې پیل شوې چې د سیمې اوسېدونکو او سیلانیانو لپاره یې ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې یاد سړک به د څو اوونیو په موده کې په اساسي ډول ورغول شي، او د خلکو او سیلانیانو لپاره به خوندي، اسانه او مناسب تګ راتګ برابر شي.
سرچینې لیکلي چې د دې سړک د پراخولو او بیارغونې ټول لګښت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې له بېړنۍ بودیجې څخه ورکول کېږي.
د پېښو پر وړاندې د مبارې چمتووالي ادارې همداراز ویلي چې دا پروژه د ۲٫۳ کیلومتره په اوږدوالي او له ۶ څخه تر ۷ مترو په پلنوالي سره د دوو عرادو اسکواټورونو او دوه عراده لوی ډمټرک موټرو په وسیله پلې کېږي. د یادولو ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابره او د دې سیمې د بنسټیزو ستونزو یوه برخه هواره شي.

