ډېر لوستل شوي

سمنګان کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ ۳ کسان مړه، ۷ ټپیان دي 

د سمنګان مسوولین وایي، د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا پېښه د دوو سراچو د ټکر له امله شوې او په قربانیانو کې یو نارینه او دوې ښځې شامل دي. 

سرچینې د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده. 

تر دې مخکې د ننګرهار ولايت مقام خبر ورکړی چې د دغه ولایت «پچېراګام» ولسوالۍ په «مرغۍ» سیمه کې د یو ډاټسن موټر د چپه‌کېدو له امله ۶ کسانو ژوند بایللی و او ۸ نور ټپیان شوي وو.

سرچینې لیکلي وو چې دا پېښه نن (شنبه) سهار شاوخوا اته بجې شوې او لامل یې د چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې وه. د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

اړوند خبرونه