د ایران سپاه پاسدارانو خبر ورکړی چې د هرمز تنګی به د امریکا د لاسوهنو تر پای پورې تړلی وي او هېڅ بېړۍ ته به د دې سمندري لارې د کارولو اجازه ورنهکړل شي.
سپاه ویلي، یو شمېر بېړیو د بهرنیو په هڅونه له ټاکل شوې لارې پرته د تېرېدو هڅه کړې او د لوري د بدلولو خبرداری یې له پامه غورځولی چې له امله یې یوه بېړۍ د اخطاریزو ډزو په وسیله درول شوې ده.
سپاه همداراز امریکا او متحدینو ته خبرداری ورکړی، که له دې پېښې د نویو پوځي اقداماتو لپاره استفاده وکړي، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي او په سیمه کې به نورې پوځي اډې هم په نښه کړل شي.

