ډېر لوستل شوي

پکتیا کې د وسلو او مهماتو لویه زېرمه کشف او ضبط شوې

د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ په ناري چینې سیمه کې امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو پر مهال د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

ياد وزارت وايي، د ترلاسه شویو مهماتو په ډله کې ۸ زره د MP  مرمۍ، ۱۲ د لاسي نارنجک مرمۍ او ۵۰۰ د ده‌شکې مرمۍ شاملې دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا مهمات قاچاق‌وړونکو پاکستان ته د لېږد لپاره پټ کړي وو، خو د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ضبط شوي دي.

د یادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو امنیتي سرچینو ویلي، د عاملینو هویت تثبیت شوی او له بشپړو څېړنو وروسته به ونیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

اړوند خبرونه