په قطر کې د افغانستان سفیر، محمد سهیل شاهین او د سفارت پوځي اتشې، حافظ احسانالله انس، د قطر د پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه آلثاني، د جنازې په رسمي مراسمو کې ګډون کړی دی.
ياد سفارت وايي، د اسلامي امارت په استازيتوب دواړو چارواکو د قطر حکومت او ولس ته د پخواني امیر د مړینې له امله د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي.
په دې مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، لوړپوړو دولتي او ډیپلوماتیکو استازو، دیني عالمانو، مخورو، د نړیوالو او کورنیو بنسټونو استازو او د يو شمېر خبریالانو هم ګډون کړی وو او د قطر له حکومت او ولس سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

