د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا (سهشنبه، سرطان ۲۳مه) ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک له سوداګریزو بانکونو او په شرایط برابرو پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون کړي.
د خبرپاڼې له مخې چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک همداراز لیکلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، او د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

