ډېر لوستل شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت کونسلۍ مرستیال کابل ته رارسېدلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ چارو مرستیال، وحید جلال‌زاده د افغانستان او ایران د پنځمې کونسلي غونډې د ګډون په موخه نن سهار کابل ته راغلی دی.
په کابل کې د ایران سفارت ویلي، د دې سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پنځمې کونسلي غونډې جوړول دي چې پکې به د کونسلي چارو اړوند د ګډو ګټو موضوعاتو او شته ستونزو په اړه خبرې وشي.
په خبرپاڼه کې د جلال‌زاده له قوله ويل شوي، د افغانستان او ایران ترمنځ د کونسلي همکاریو پیاوړتیا د دې غونډې له مهمو محورونو څخه ده او هڅه به وشي چې د شته ستونزو د حل لپاره عملي لارې چارې وموندل شي.

اړوند خبرونه