ډېر لوستل شوي

“د بشري حقونو نړیوال مدعیان د بشر د حقوقو په تعريف نه پوهېږي”

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکايتونو اورېدلو وزير شیخ محمد خالد حنفي وايي، د بشري حقونو نړیوال مدعیان د بشر د حقوقو په تعريف نه پوهېږي او په وینا يې د بشر حقوق یوازې په دوو یا درېیو موضوعاتو نه محدودېږي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي حنفي په حواله ويل شوي چې امنیت، د انسان د ژوند، مال او عزت ساتنه، له فساد او بې‌لارۍ څخه مخنیوی، له نشه‌یي توکو د ټولنې ژغورل او ورته نور موارد د بشر له اساسي حقونو څخه دي.
د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکايتونو اورېدولو وزير په وينا، یوازې اسلامي نظام د دغو حقونو د خونديتوب وړتیا لري.

اړوند خبرونه