ډېر لوستل شوي

له افغانستان سره د لارو تړل کېدو د پاکستان د «ام» مېوې صنعت له بحران سره مخ کړی

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې له افغانستان سره د لارو د اوږدمهاله تړل کېدو او اقلیمي بدلونونو د دې هېواد د «ام» مېوې صنعت له سخت بحران سره مخ کړی او بڼ‌وال یې له درنو مالي زیانونو سره مخامخ شوي دي.
د راپور له مخې، افغانستان چې د پاکستان د کرنیزو محصولاتو له مهمو صادراتي بازارونو څخه ګڼل کېده، دې هېواد سږکال د «ام» هيڅ جوپه نه ده صادره کړې.
همداراز، په ایران کې شخړو د سمندري لېږد بهیر ګډوډ کړی او د خلیجي هېوادونو پر لور یې د «ام» مېوې صادرات هم کم کړي دي.
راپور زیاتوي چې د تودوخې لوړېدل، نامنظم بارانونه، سختو توپانونو او د نباتي افتونو زیاتوالي د «ام» تولید او کیفیت کم کړی دی.
پاکستان د نړۍ له مهمو «ام» تولیدوونکو هېوادونو څخه دی او دا محصول د زرګونو بڼ‌والو د عاید مهمه سرچینه بلل کېږي.

اړوند خبرونه