ډېر لوستل شوي

هرات کې د غلو يو اته کسیز بانډ نیول شوی

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هرات امنیه قوماندانۍ د درېیمې امنیتي حوزې ځواکونو د غلو یوه اته کسیزه ډله نیولې چې د ریکشا په وسیله به یې له مسافرو پیسې او نور قیمتي توکي غلا کول.
د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د دې ډلې غړو به مسافر په ریکشا کې سپرول او وروسته به یې د خپلو ملګرو په همکارۍ د چل او دوکې له لارې د هغوی پیسې او شتمنۍ غلا کولې.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

اړوند خبرونه