د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د ۱٫۱ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د هېواد په ۷ ولایتونو کې د ۱۱ مخابراتي انتنونو د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي په اېکسپاڼه لیکلي چې یاد تړون له اټوما، اتصالات او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو لاسلیک شوی دی.
سرچینې لیکلي چې دا مخابراتي سایټونه په تخار، سمنګان، بغلان، پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې جوړېږي.
د ښاغلي الکوزي په وینا چې تر دې مخکې د ټولیز لاسرسي لسمه پروژه کې د هېواد ګڼو سیمو ته ۵۵۰ مخابراتي انټنونه پلان شوي وو چې ۴۰۰ یې ګټېاخیستنې ته سپارل شوي او پاتې یې د تطبیق په حال کې دي.

