د ټولګټو وزارت وايي چې د یاد وزارت له لوري د کندهار – سپینبولدک سړک د دویم لاټ او د سپینبولدک – وېش سړک د جوړولو پروژې چارې روانې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د کندهار – سپینبولدک سړک دویم لاټ ۳۹٫۶ کیلومتره اوږدوالی لري، او په دې پروژه کې د ۲ پلونو او ۶۷ پلګوټو جوړول هم شامل دي.
د ټولګټو وزارت همداراز لیکلي چې د سپینبولدک – وېش سړک ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري. “په دې پروژه کې پلې لارې، ویالې، د سړک د لینونو ترمنځ شنه ساحه، د ۱۰ پلکوټو او ۲۶۰ متره استنادي دیوالونو جوړول هم شامل دي.”
سرچینې لیکلي چې د کندهار – سپینبولدک او سپینبولدک – وېش سړکونه د کندهار ولایت له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد کورني نښلون د پیاوړتیا ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو په لېږد او رالېږد کې مهم رول لري.
ټولګټو وزارت همداراز ویلي چې د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د تګراتګ ستونرې تر ډېره هوارې او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لیږد رالیږد په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

