ډېر لوستل شوي

عامې روغتیا وزارت: د (ګاوي) او نړیوالو روغتیايي شریکانو سره د واکسین او لومړنیو روغتیاييچوپړونو پر پراختیا خبرې وشوې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، مولوي نورجلال جلالي، په خپل کاري دفتر کې د واکسین او معافیت نړیوال اتحاد (ګاوي) د افغانستان مشرې ویرونیکا ماویا، د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) استازو او د دغو ادارو له ګډ پلاوي سره کتلي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پراختیا، د روټین واکسین پروګرام د پیاوړتیا، د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د وزارت پر لومړیتوبونو او د (ګاوي) بنسټ د همکاریو پر دوام هر اړخیزې خبرې وشوې.
مولوي نورجلال جلالي وویل، د شري، پولیو او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه د عامې روغتیا وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده او وزارت هڅه کوي چې د وقایوي خدمتونو ترڅنګ لومړني روغتیايي خدمات هم لا پراخ کړي.
هغه همداراز د واکسین ملي ستراتیژۍ او د روغتیا د ملي ستراتیژۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه ستراتیژۍ به په نږدې راتلونکې کې وروستۍ او د عملي کېدو لپاره له ټولو اړوندو لورو سره شریکې شي.
بل لور ته، د (ګاوي)، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ګډ پلاوي د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او ډاډ یې ورکړی، چې د واکسین او معافیت د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره به خپلې همکارۍ دوامدارې وساتي.
د پلاوي په وینا، افغانستان لا هم د (ګاوي) بنسټ لپاره یو مهم لومړیتوب دی او دغه بنسټ به د روغتیا او معافیت په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه