ډېر لوستل شوي

بغلان او کندوز کې د ملګرو ملتونو له لوري تطبیق‌شوي پراختیايي پروګرامونه ارزول شوي

د اسلامي امارت کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال، مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرامونو دفتر (UNDP) له مرستیال سره کتلي دي. 

په خبرپاڼه کې له دې کتنې څخه موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړیوالۍ کډوالۍ سازمان، د بیامېشتېدنې او د ملګرو ملتونو پراختیايي برنامې له لوري په بغلان او کندوز کې د تطبیق‌شویو پروګرامونو د کاري پرمختګ ارزونه بللې ده.

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې ښاغلي راشد د همکارۍ ارزښت ته په اشارې له UNDP څخه د پروګرامونو د اسانه پلي کولو په برخه کې له دویمو واحدونو سره پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړی دی.  بلخوا د UNDP مرستیال ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د یاد وزارت له همکاریو، د ناستو ارزښت، له خصوصي ادارو سره د میکانیزم او تخنیکي ټیم له جوړښت خوښي څرګنده کړې، او د همکاریو د دوام ډاډ یې څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه