ډېر لوستل شوي

د علي‌اباد تدریسي روغتون کې د سرطان د تشخیص مرکز ودانیزې چارې بشپړې شوې دي

د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم د علي‌اباد تدریسي روغتون د سرطان تشخیص او درملنې له ستر جوړېدونکي مرکز څخه لیدنه کړې، او اړوندو مسوولینو ته یې ځانګړې سپارښتنې کړې دي.
لوړو زده‌کړو وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي ندیم له قوله راغلي: “زموږ خلک معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او د دې روغتون په جوړېدو سره به سرطاني ناروغانو ته د درملنې اسانتياوې رامنځته شي او ناروغ وګړي به د نورو ملکونو ته د تګ له احتیاج څخه خلاص شي.”
د خبرپاڼې له مخې چې د دغه مرکز په ودانۍ ‎۴۱۷ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې چارې یې بشپړې شوې، او د وسایلو د تجهیز برخې د فعالولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
شیخ نداء محمد ندیم همداراز سپارښتنه کړې چې د دغه مرکز لپاره باید متخصص تخنیکي کسان راپیدا شي.
د یادولو ده چې د سرطاني ناروغیو د درملنې د دغه ستر مرکز د نورو طبي تجهیزاتو لپاره ۱۱۰‎ میلیون افغانیو په ارزښت بودیجه منظور شوې چې قراردادي پروسه به یې ژر پیل شي.

اړوند خبرونه