د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ایران لهخوا پر اردن، بحرین او کوېټ د پرلهپسې بریدونو غندنه کړې او هغه یې د دغو هېوادونو له ملي حاکمیت او نړیوال نظم ښکاره سرغړونه بللې ده.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د سیمې د امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره باید د خبرو، ډیپلوماسۍ او د کړکېچ د کمولو لار تعقیب شي، څو سیمه د نورو ترینګلتیاوو له پایلو خوندي پاتې شي.
قطر همداراز ټینګار کړی چې د اردن، بحرین او کوېټ ترڅنګ ولاړ دی او د دې هېوادونو د ملي حاکمیت او امنیت د ساتنې لپاره د هغوی د ټولو مشروع اقداماتو ملاتړ کوي.

