د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د کابل او نوي ډیلي هوايي دهلیز لا هم فعال دی او د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد له کوم ځنډ پرته دوام لري.
د یاد وزارت ویاند ویلي چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري هند ته د خپل وروستي سفر پر مهال له هندي چارواکو سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نوي ډیلي په وروستیو میاشتو کې هم هڅه کړې چې د بدیلو لارو له لارې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي.

