ډېر لوستل شوي

پاکستان ته د قاچاق کېدونکو مهماتو او پوځي تجهیزاتو مخه نیول شوې

د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو خبر ورکړی چې د دويمې سرحدي لوا ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې یو شمېر مهمات او پوځي تجهیزات نیولي دي.

یادې قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا مهمات او پوځي تجهیزات په ناقانونه توګه پاکستان ته د قاچاق لپاره لېږدول کېدل چې د ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ضبط شوي دي.

دا په داسې مهال ده چې د دفاع وزارت اړوند ځواکونو تر دې وړاندې هم د فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستان ته د مهماتو او پوځي تجهيزاتو له قاچاق کېدو مخه نيولې ده.

اړوند خبرونه