امریکا په پېښور ښار کې خپله کونسلګري تړلې او اعلان یې کړی چې له دې وروسته به د خیبرپښتونخوا ټولې کونسلي او ډیپلوماټیکې چارې په اسلاماباد کې د امریکا سفارت له ځانګړې څانګې ترسره کېږي.
د امریکا کونسلګرۍ د جمعې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کونسلګرۍ له تړل کېدو وروسته به د خیبرپښتونخوا اوسېدونکو ته ټول کونسلي خدمتونه او نور ډیپلوماټیک فعالیتونه د اسلاماباد له سفارت څخه وړاندې کېږي.
په خبرپاڼه کې د دې پرېکړې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په دې ورورستیو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

