د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې د هرات ولایت په «کرخ» ولسوالۍ کې د الکولي مشروباتو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په یاده کارخونه کې ۵۵ لیټره خمیره شوي کشمش، ۸ کيلوګرام کشمش او د الکولي مشروباتو د توليد بېلابېل وسايل موندل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د الکولي مشروباتو دا کارخونه د کشفي عملیاتو پرمهال کشف او په تړاو یې یو کس نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د دغو توکو لسګونه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.

