د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد د افغانستان د تمویلاتو تضمین بنسټ (ای سي جي ایف) له مرستیال «ډرک جوزف ټیسن» او مل پلاوي سره په کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې غونډه موخه په افغانستان کې د وړو مالي تمویلاتو د تضمین په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو، بلاعوضه مرستو او له تمویلاتي موسسو سره د تخنیکی همکاریو رامنځته کول وو.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي خالد له قوله راغلي، د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد د مالي او بانکي سکټور د ودې او پیاوړتیا لپاره مناسب، روڼ او معیاري کاري چاپېریال رامنځته کړي، او په وینا یې چې ترڅو له دې لارې هېوادوالو ته د وړو، کوچنیو او منځنیو مالي تمویلاتو د آسانه لاسرسي د برابرولو په برخه کې اغېزناک اقدامات ترسره کړي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال همداراز د اې سي جي ایف له استازو غوښتي چې د هېواد ټولو سیمو او اړوندو ادارو ته پرته له توپیره د تمویلاتو یو شان خدمتونه وړاندې کړي.
بلخوا د (ای سي جي ایف) استازي د افغانستان بانک له مشرتابه غوښتي چې د کوچنیو، وړو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو د تمویل پراختیا، له اړوندو مالي او بانکي موسسو سره د تخنیکي همکاریو پیاوړتیا، د ګډو پروګرامونو د پلي کېدو او د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو لا پراختیا په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې او دوهاړخیزې هوکړې لاسلیک کړي.

