ريليف مؤسسې د يونيسف په مالي ملاتړ په فراه ولایت کې ۶۵ روغتيايي مرکزونو ته د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت روغتیايي، غیر روغتیايي او مرستندویه وسایل سپارلي دي.
د فراه د عامې روغتیا رييس، ډاکټر محمد ولي احمدزی وايي چې په دې لړۍ کې ۱۱۶ قلمه بېلابېل وسایل چمتو شوي، څو د روغتیايي خدمتونو کیفیت او خلکو ته د لاسرسي کچه ښه شي.
د وسایلو د سپارلو په مراسمو کې د فراه مرستیال والي، د اقتصاد رييس او د اطلاعاتو او کلتور رييس هم د روغتیايي خدمتونو پر پیاوړتیا، د روغتیايي مرکزونو پر لا تجهیز او د همکارو مؤسسو د دايمي ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی. د مسوولينو په وینا، یاد وسایل د روغتیايي مرکزونو د بیړنیو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابر شوي دي.

