د ټولګټو وزارت وایي چې د جوزجان ولایت له قوشتېپې ولسوالۍ څخه د همدې ولایت تر درزاب ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک چارې په دریو برخو کې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې دا سړک ۵۱کیلومتره اوږدوالی لري او چارې یې د یو میلیارد ۵۱۳ میلیون او ۷۳۲ زره افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دغه سړک لومړۍ برخه د ۴۴۶ میلیون او ۲۷ زره افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د نوآباد له سیمې څخه پیل او د تراغلي تر سیمې پورې رسېږي.
“دغه برخه ۱۹.۸ کیلومتره اوږدوالی، ۶ متره پلنوالی او ۳ متره اوږې (شولډر) لري. په دې برخه کې د ۴۶ پایو پلګوټو، ۲پایې پلونو او ۸۵۰ مترو استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې تر دامهاله یې د پلګوټو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او د استنادي دېوالونو چارې به هم ژر بشپړې شي.”
سرچینې لیکلي چې د قوشتېپې او درزاب ولسوالیو په نښلولو سره د ترانسپورټي شبکې په پراختیا، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد رالېږد کې اسانتیا رامنځته کوي او د خلکو د تګ راتګ د ستونزو په کمولو کې اغېزمن رول لري.

