ډېر لوستل شوي

نورستان کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

د نورستان مسوولین وایي، د یاد ولایت مرکز، پارون او بېلابېلو سیمو کې نننیو ورښتونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې د دغو سېلابونو له امله په مرکز، پارون کې یو شمېر هوټلونه، د ښاروالۍ ودانۍ او استوګنیز کورونه نړېدلي دي.

د مسوولینو تر اوسه د ځاني زیان په اړه څه نه دي ویلي، خو په وینا یې چې د ژغورنې عملیات پيل شوي دي.

د یادولو ده چې روان کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورښت او سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

اړوند خبرونه