ډېر لوستل شوي

پر کې‌یف د روسیې توغندیز بریدونه؛ مرګ‌ژوبله هم لري

روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کې‌یف د جګړې له پیل راهیسې له سترو بالستیکي توغندیزو بریدونو څخه یو ترسره کړی چې له امله یې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي ویلي، بریدونه د شپې ترسره شوي او د ښار بېلابېلې سیمې یې په نښه کړې دي.

روسیه او اوکراین د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې په جګړه کې ښکېل دي او له هغه وخت راهیسې دواړه لوري پر یو بل هوايي او توغندیز بریدونه کوي.

اړوند خبرونه